د معتبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو د سفر پر مهال له روسي چارواکو سره نظامي او تخنیکي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی دی.
د ‘انټرفیکس’ په وینا، ښاغلي مجاهد د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سره په یوه غونډه کې ویلي چې کابل او مسکو خپلې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړې دي. په راپور کې ویل شوي چې دواړو خواوو د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
ویل کیږي چي دا تړون د روسیې فدراسیون په کوربتوب د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوی. دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي برخه اخیستې چې موخه یې د سیمهییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه بحث او همغږيزیاتونه ده.

