د راپورونو له مخې، د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا له مرستیال علي باقري سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره او فضا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې او افغان حکومت دا موضوع د امریکا او ایران د وروستۍ جګړې پر مهال ثابته کړه.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د نړۍ د لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې سره کتلی دي.
سرچینه زیاتوي،مولوي یعقوب مجاهد دې کتنه کې وړاندې ویلي چې امریکا او اسرائیل د سیمې د هېوادونو «ګډ دښمنان» دي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون په کوربتوب نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته پر یوه سفر تللی دی.

