د لغمان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې قرغیو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو یو موټر چپه شوی چې له امله پکې ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، پېښه نن سهار شوې او ټپیانو ته د ژغورنې لومړنۍ مرستې برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټول ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
مسوولینو د پېښې د رامنځته کېدو د لاملونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

