د سرچينو په حواله په کوېت کې د افغانستان سفارت د ا . ا استازو ته سپارل شوی او شفیق خطیب د دې سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، شفیق خطیب تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو د رييس او د سرحداتو د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.
تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د کوېټ حکومت په دې اړه رسمي اعلامیې نه دې خپرې کړې، خو سرچینې د سفارت د سپارلو او د نوي سرپرست د ټاکنې خبر تاییدوي.

