ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۴۸۸ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او تر زرو زياتو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له بېلابېلو لارو ۴۸۸ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۲۲ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ۱۰۲۴ راستنو شويو کورنيو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشلې دي.

د ياد کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې ۴۶۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې درې کورنۍ او د اسلام‌کلا له لارې هم درې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې موده کې ۵۷۹ کورنۍ چې ۳۱۵۶ غړي لري، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ورته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

راپور زیاتوي، له ۶۰۲ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، راستنېدونکو ته روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې شوي او ۴۸۳ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.

بل‌لور ته، د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ۱۰۲۴ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم وېشلې دي.

د کمېسیون د شمېرو له مخې، تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شويو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۵۱۵ ته رسېدلی او دا بهیر لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه