د اسلامي امارت مشرتابه د جهادي مدرسو له مهتممینو او استادانو، د دیني خپرونو د کره کتنې له مسوولینو، د دارالایتامونو له مسوولینو او یو شمېر نورو علماوو سره کتلي دي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د اسلامي امارت مشرتابه په دې کتنه کې د علماوو پر لوړ مقام، د دیني علومو پر اهمیت او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د علماوو پر مسوولیتونو ټینګار کړی او ويلي يې دي، د دیني زدهکړو، د شاګردانو د سالمې روزنې او د خلکو د پوهاوي لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي.
مشرتابه همداراز د ادارو له مسوولینو غوښتي چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې له غفلته ډډه وکړي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرتابه سره خپل بیعت تازه کړی او د نظام د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. د ويلو ده چې په دې ناسته کې د دیني خپرونو د کره کتنې رييس، د جهادي مدرسو عمومي رييس او یو شمېر نورو علماوو هم ګډون کړی وو.

