د میدانوردګو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کیمیاوي سرې او د سبزیجاتو اصلاحشوي تخم مرسته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي یادو بزګرانو د سبزیجاتو کرلو اړوند سیمینار په پای کې وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا سیمینار د APBHO موسسې له لوري او د کرنې ریاست په همغږۍد ۱۰۰ مستحقو بزګرانو لپاره جوړ شوی و چې پکې د کورنۍ باغچې د جوړولو ګټې، د کورنۍ باغچې لپاره د نبات ټاکل، د سبزيجاتو غذايي ارزښت او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
د دغه سیمینار له پایتهرسېدو وروسته هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرام تور کود ۲۵ کیلوګرام سپین کود، ۱۰ کیلوګرام د پیازو اصلاحشوی تخم، یو دانه پلال کش، یو دانه بیل او یو دانه کتمن توزیع شوي دي.

