ډېر لوستل شوي

بلخ؛ د ځمکې پر سر زړه شخړه هواره او  اصلي څښتن ته وسپارل شوه

د بلخ ولایتي چارواکو ویلي چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشري د ديني عالمانو، متنفذینو، مخورو سپین ږیرو او ولايتي ادارې د مشرانو په حضور کې د دې ولایت چهارکنت ولسوالۍ آبدرې سیمې اوسیدونکو ترمنځ ۳۵ کلنه اوږده شخړه پای ته ورسېده.

ياده اوږدمهاله شخړه، چې د څو جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه، د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو، چې وخت ناوخت به يې ترمنځ فزيکي اخ و ډب هم رامنځته کېده.

وړاندې ویل شوي چې مسؤلينو د یادې شخړې د حل په موخه لومړی دا موضوع هراړخیزه شاربلې او بیا یې د قومي مشرانو او علماوو په مټ د یوې جرګې له لارې په شرعي پرېکړې پای ته رسولې ده.

اړوند خبرونه