ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د سوېل ختیځ زون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

په ننګرهار ولایت کې د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري د سوېل ختیځ زون په کچه د فوټبال سیالۍ پیل شوې چې د ننګرهار، خوست، میدان وردګ، لغمان، نورستان او پکتیا لوبډلې پکې ګډون لري.

د دې سیالیو په پیلېزه لوبه کې د خوست اریانا لوبډلې په زړه پورې لوبه ترسره کړې او د میدان وردګ زیولات لوبډلې ته یې د ۹ پر صفر ستره ماتې ورکړې ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د افغانستان د اتلانو غوره لیګ راتلونکي پړاو ته د سوېل ختیځ زون د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.

اړوند خبرونه