په چین کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د «چین ـ جنوبي اسیا همکاریو» په اووم فورم کې د ګډون پر مهال له چین او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییز اتصال پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي کريمي په خپله وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي ثبات او اقتصادمحوره سیاست له امله د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی او دا وضعیت کولی شي د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
مولوي بلال کریمي افغانستان د سیمهییز اتصال مهم محور بللی او هیله یې څرګنده کړې چې له چین او د سیمې له هېوادونو سره به اقتصادي اړیکې او ګډې همکارۍ لا پراخې شي.

