د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی چې له ایران څخه ۵۷۳ افغان بندیان د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته راانتقال شوي دي.
د يادې ادارې عمومي رييس مولوي محمد یوسف مستري ویلي، په لومړۍ ورځ ۴۰۸ بندیان چې یوه ښځه هم پکې شامله وه، او په دویمه ورځ ۱۶۵ نور بندیان د خپلې خوښې او رضایت پر بنسټ هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د ښاغلي مستري په وینا، یاد کسان به د خپلې پاتې بند مودې د تېرولو لپاره د هېواد دننه اړوندو زندانونو ته وسپارل شي. د زندانونو چارو د سمون ادارې زیاته کړې چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا د افغان بندیانو د لېږد یوولسم پړاو دی او ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې هم یو شمېر نور افغان بندیان له ایران څخه هېواد ته راانتقال شي.

