د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازی عرفات جمال وايي چې تر دې مهاله له اوو میلیونو څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او یوازې د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۷۵۰ زره تنه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د «کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د نوموړي په حواله ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له راستنېدونکو کډوالو سره د بېلابېلو اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي او په تېر کال کې یې له دوو میلیونو څخه ډېرو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه او مرستې وړاندې کړې دي.
د هغه په وینا، د کډوالو د قانوني او حقوقي اسنادو د بشپړولو لپاره هم د UNHCR او نورو همکارو بنسټونو په ملاتړ هڅې پیل شوې چې د پېژندپاڼو، د زېږون کارتونو او نورو اړینو اسنادو برابرول پکې شامل دي.
عرفات جمال زیاته کړې چې په راتلونکو کلونو کې به شاوخوا یو نیم میلیون کسانو ته یاد حقوقي اسناد او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي. هغه ټینګار کړی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره به د اسانتیاوو برابرولو هڅې دوام ولري.

