د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ «سورکاڼي» سیمې د سرو زرو کان تړون د «جاوید خان نیازي» د کانونو استخراج او پروسس سوداګریز شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یاد کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد شرکت به د دې پروژې په برخه کې په ټولیزه توګه ۸۰۲،۴۷۶،۰۰۰ میلیون افغانۍ
پانګونه وکړي، او په دې کې به د اسلامي امارت برخه ۶۰سلنه وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز لیکلي چې د جاوید خان نیازي د کانونو استخراج او پروسس سوداګریز شرکت رییس ژمنه کړې چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي.

