د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د لومړنۍ هوکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا تړون د امریکايي ولس لپاره یوه مهمه بریا ده.
وېنس ټینګار کړی چې دا هوکړه کولی شي د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ راکم کړي او د اوږدې جګړې مخه ونیسي. نوموړي دا هم ویلي چې د تړون له لارې به د امریکا ملي ګټې خوندي شي.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د کارپوهان په حواله لیکلي چې د دې تړون بریالیتوب به تر ډېره د دواړو لوریو پر عملي ژمنو او د هوکړې پر بشپړ تطبیق پورې تړلی وي.

