د ا.ا عامې روغتیا وزارت له یوې موسسې سره د شکرې ناروغۍ د کنترول او مدیریت په برخه کې د هرات سیمهییز روغتون د ظرفیتلوړولو په موخه تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا تړون له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA موسسې سره د ۲۳ زره ۴۳۸ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شوی چې له مخې به یې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات سیمهییز روغتون ظرفیت لوړ او پنځو کسان ته به روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي. سرچینې لیکلي چې بل لور ته د WOPRA موسسې استازو ډاډ څرګند کړی چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکلشويو معيارونو سره سمه پلې کړي او د هرات سیمهییز روغتون ظرفیت لوړونې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

