ډېر لوستل شوي

د څه باندې ۹۸ میلیون افغانيو په ارزښت د درېيو جوماتونو پرانسته وشوه

ټولګټو چارو وزارت وايي، د غزني، کندهار او هلمند ولایتونو کې د درېيو جوماتونو د جوړولو کار د څه باندې ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او پرانیسته یې وشوه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاد جوماتونه د دوو کلنو په موده کې د غزني په آ‌ب‌بند، د کندهار په میوند او د هلمند په نادعلي ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هر جومات په درې جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې په یو وخت د ۳۰۰ تنو (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ‌کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، یاد جوماتونه د وسایطو لپاره پارکینګ د ملا امام لپاره د استوګنې ځانګړی ځای، د نارینه او ښځینه لمونځ‌کوونکو لپاره جلا د اوداسه او لمانځه جلا ځایونه جوړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوی دی.

اړوند خبرونه