ډېر لوستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزیر: محصلین دې خپلې زده‌کړې د دوکتورا تر کچې لوړې کړي

د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندا‌ء محمد ندیم له لغمان پوهنتون څخه د محصلینو فراغتغونډې ته ویلي چې وطن به لوستي او مسلکي کسان ابادوي او فارغ‌شوي محصلین دې خپلې زده‌کړې د دوکتورا تر کچې لوړې کړي. 

د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي ندیم د علم ارزښت ته په اشارې سپارښتنه کړې چې محصلین دې د خپل مسلک ترڅنګ اسلامي عقیده او ایمان ټینګ وساتي.

لوړو زده‌کړو وزارت همداراز لیکلي چې سږ کال د لغمان پوهنتون له انجنیري، کرنې، شرعیاتو، اقتصاد، ادبیات او او ښوونې او روزنې پوهنتون څخه ۶۲۲ محصلین فارغ شوي دي.

یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې د فراه پوهنتون له څلورو پوهنځیو څخه د ۱۲۵ محصلینو د فراغت خبر هم ورکړی، او ویل شوي چې دغو محصلینو د یاد پوهنتون شرعیاتو، اقتصاد، کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو له یوولسمې دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.  د سرچینې په وینا چې دا محصلین د ځانګړو مراسمو پرمهال د ځایي مسوولینو او د پوهنتون استادانو له لوري ستایل شوي، او هېواد ته د رښتیني خدمت سپارښتنې ورته شوې دي.

اړوند خبرونه