ډېر لوستل شوي

لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه؛ پنځو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې

د لغمان امنیه قوماندانۍ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د یاد ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د  سايګل درې اړوند تاروو کلي کې د يو سوپر ډوله ډوله موټر د چپه کېدو له امله درېيو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي دي.

سرچينه لیکي، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې يو سوپر ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطي له امله رامنځته شوې او ټپيان د درملنې په موخه د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه