ډېر لوستل شوي

“ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي ځوانان او کدرونه د درملو په نوم په نشه‌یي توکو روږدي کړي”

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد وايي، ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د هېواد ځوانان، لوستي کسان او مسلکي کدرونه د درملو او ګولیو په نوم په نشه‌یي کیمیاوي توکو روږدي کړي.

د اميد راډيو خبريال د «نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي» په غونډه کې د ښاغلي زاهد په حواله ويلي، دا توکي د درملو په نوم هېواد ته راوړل کېږي او له امله یې یو شمېر کسان پر نشه‌یي توکو روږدي شوي دي. مولوي حمدالله زاهد ټینګار کړی چې د دغو کیمیاوي توکو د مخنیوي لپاره جدي مبارزې او اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده، څو ټولنه د نشه‌یي توکو له زیانونو خوندي وساتل شي.

اړوند خبرونه