د کرکټ بورډ مسؤلینو رسنیو ته منلې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویاړلی لوبغاړی راشدخان د ‘شپږیزې جام’ کرکټ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی او ټاکل شوې ده چې د سپینغر لوبډلې په ګټه به ولوبېږي.
د «شپږیزې» غوره لیګ سیالۍ د بند امیر، سپینغر، مس عینک، آمو او بُست لوبډلو په ګډون دوه ورځې وړاندې د په کوربتوب په خوست کې پیل شوې دي.
ټاکل شوې ده چې راشد خان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا د بُست لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د شپږیزې جام د سیالیو دا لړۍ یوولسمه ده چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره کېږي.

