د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور، افغانستان او فلسطین کې د انسانوژنې ملاتړی لېنډسي ګراهام د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۲مه د ۷۱ کلونو په عمر له لنډې ناروغۍ وروسته ومړ. که څه هم دده ناروغي لنډه او عادي بلل شوې، خو دده مرګ ګڼې ګنګوسې او پوښتنې راولاړې کړي چې ګراهام څنګه له عادي ناروغي ومري او ایا مرګ خو یې عمدي نه دی؟ دده د مرګ سبب د زړه حمله ګڼل شوې، خو داسې راپورونه هم شته چې ګوندې دی دې ایران یا هم روسیې په نښه کړی وي. ددې احتمال یو اړخ دا دی چې دی یوازې ۴۸ ساعته وړاندې کییف ته تللی و او ځیني دا هم وایي چې دی کییف کې روسانو وژلی و. ګراهام په څېر د یوه بانفوذه شخصیت مړینه تر یوه فرد ډېره، د یوه سیاسي فکر او ستراتیژۍ د استازیتوب له امله اهمیت لري. هغه د امریکا د هغو سیاستوالو له وروستي نسل څخه و چې باور یې درلود د واشنګټن نړیوال نفوذ باید د پوځي ځواک، اقتصادي بندیزونو او امنیتي ائتلافونو له لارې وساتل شي. همدې لیدلوري هغه د نړیوال سیاست په یوه اغېزناک، خو په عین حال کې په خورا جنجالي سیاستوال بدل کړی و.
د (باز) سیاست استازی لېنډسي ګراهام
د امریکا په سیاسي اصطلاحاتو کې یوه اصطلاح د باز یا (Hawk) په نوم یادېږي او دا اصطلاح هغو امریکایي سیاسیونو ته کارېږي چې د بهرني سیاست په برخه کې د ځواک کارول، پوځي مداخلې، فشار او سختې امنیتي تګلارې د ستونزو د حل اغېزناک ابزار ګڼي. بلخوا د باز په مقابل کې د کوترې یا (Dove) اصطلاح هغه سیاستوالو ته کارېږي چې ډیپلوماسي، خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي ته لومړیتوب ورکوي.
لېنډسي ګراهام د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې د لومړي ګروپ(باز) له مخکښو څېرو څخه و. نوموړی په دې باور و چې امریکا باید تل د تعرض په حال کې وي او هر ډول شاتګ د امریکا نړیوال اعتبار زیانمنوي او سیالان یې زړوروي. دغه لیدلوري امریکایي چارواکي وهڅول چې په افغانستان، عراق، سوریه، اوکراین او منځني ختیځ کې له تشدد او سختو پوځي عملیاتو کار واخلي.
د افغانستان اشغال او د ګراهام رول
د افغانستان جګړه د ګراهام د سیاسي ژوند له مهمو موضوعاتو څخه وه. هغه د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې وړاندې څو ځله خبرداری ورکړی و چې هلته باید یو شمېر پوځیان پاتې شي.
واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته هم هغه خپل دریځ بدل نه کړ. نوموړي استدلال کاوه چې د امریکا د شل کلنې جګړې ټولې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې او افغانستان څخه د امریکا وتنې د واشنګټن نړیوال باور ته سخت زیان ورساوه. که څه هم د بایډن ادارې افغانستان کې خپله ماتې منلې وه او پر دې باور و چې افغانستان کې یې نور حضور تاواني دی او هره ورځ بشري او مالي تلفات ورکوي؛ خو د دوی ټولو برعکس ګراهام ټینګار کاوه چې که لږ ځواکونه هم پاتېږي، خو باید دوامداره پوځي حضور ولرو.
فلسطین؛ له اسرائیلو څخه بېقیدوشرطه ملاتړ
ګراهام ته یوازې افغانستان سره کرښه او د خطر سیمه نه ایسېده، بلکې فلسطین یې هم د خولې مړۍ بلله او هغه هېواد یې د امنیتي اندېښنو محور باله. نوموړي په پرلهپسې ډول د اسرائیلو د امنیت دفاع د امریکا د ملي ګټو برخه بلله او د حماس، حزبالله او ایران پر وړاندې یې د سختو اقداماتو غوښتنه کوله. نوموړي اسرائیلو ته سفر کړی و او هلته یې اسرائیلي چارواکو سره د حماس پر وړاندې د پرېکنده عملیاتو ملاتړ هم اعلان کړی و. ده د حماس ـ صهیونېست رژیم جګړه مذهبي بلله او په هر قیمت یې د حماس ځپنه غوښته.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له حماسې سره او وروسته د اسرائیلو د ړندو بمباریو او انساني فجایعو سره سم بشري وضعیت غزه کې تر ټولو نازک حالت ته ورسېد، خو له دې ټولو انساني فجایعو سربېره ګراهام د اسرائیلو د شدیدو عملیاتو ملاتړ کاوه او همدا دریځ و چې دی د لوېدیځو محافظهکارو کړیو له خوا د اسرائیلو د امنیت وفادار مدافع بلل کېده، خو د بشري حقونو فعالانو او د فلسطین ملاتړو هغه د خونخوار خصلت او ملکي تلفاتو د توجیې په سبب تل نقداوه.
د امریکا له ولسمشرانو او سیاسیونو سره دده اړیکې او ترېنګلتیاوې هم د فکر وړ دي. نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره نامناسب نوماند باله، خو د ټرمپ له بریا وروسته یې د ادارې له مهمو متحدینو څخه و. ګراهام وپوهېد چې د جمهوري غوښتونکي ګوند راتلونکی له ټرمپ سره تړلی دی، نو خپل سیاسي دریځ یې له نوې فضا سره برابر کړ.
د مسکو سرسختی مخالف او د کییف د تجهیز غوښتونکی
د اوکراین جګړې د ګراهام د بهرني سیاست بله مهمه برخه جوړوله. هغه د روسیې پر ضد د پراخو بندیزونو، د اوکراین د پوځي تجهیز او د لوېدیځ د ګډ دریځ له کلکو ملاتړو څخه و. د هغه وروستی بهرنی سفر هم اوکراین ته و، چې هلته یې د ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره ولیدل او یو ځل بیا یې د کییف د ملاتړ غوښتنه وکړه. همدا یې د ژوند وروستی بهرنی سفر هم شو.
د امریکا په سیاست کې ولې ګراهام جنجالي سیاسي څېره ګنل کېږي؟
د ګراهام نوم یوازې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره نه، بلکې له جګړو، پوځي مداخلو، بندیزونو او سختو امنیتي دریځونو سره هم تړل شوی و. هغه باور درلود چې د امریکا نړیواله رهبري یوازې د ځواک په ښودلو ساتل کېدای شي.
خو منتقدین یې استدلال کوي چې همدې ډول سیاستونو په عراق، افغانستان او منځني ختیځ کې اوږدې جګړې، بېثباتي او بشري ناورینونه رامنځته کړل او د امریکا نړیوال اعتبار یې هم له سختو پوښتنو سره مخ کړ.
په همدې دلیل، د ګراهام شخصیت د امریکا د بهرني سیاست د دوو متضادو لیدلورو ترمنځ د جنجال موضوع پاتې شوې. یوه خوا هغه د امریکا د ملي امنیت او متحدینو وفادار مدافع بولي، او بله خوا یې د جګړهپال او تباهي استازی ګڼي.
که څه هم ګراهام نور په دې نړۍ کې نشته، خو د امریکا د متشدد او فشار ـ ځواک کارونکي مکتب پلویان لا هم د امریکا په جمهوري غوښتونکي ګوند، کانګرس او امنیتي بنسټونو کې پیاوړی حضور لري. د چین د نفوذ زیاتوالی، د روسیې او لوېدیځ سیالي، د ایران اټومي لانجه او د منځني ختیځ کړکېچونه داسې موضوعات دي چې لا هم دغه ډله خلک د (باز) سیاست ملاتړ ته هڅوي. د امریکا سیاسیون او عوام لا هم په دوو کې دي چې امریکا خپلې بهرنۍ کشالې د زور او ځواک له لارې حل کړي که د ډیپلوماسۍ او سیاسي چینلونو له لارې؟
#امیدراډيو

