د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پروژې ۱۲۷ کیلومټره مسیر چمتو شوی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې هلته دا مهال ۱۰۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومټره ځای کیندل شوی او ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومټره نللیکې لېږد هم بشپړ شوی دی.
کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې دغه راز د هرات ولایت لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي، په دې برخه کې یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیون امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
د سرچینې په وینا، دا مهال په ټاپي پروژه کې ۵۹۵ کسان په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي چې د هغوی لویه برخه د پروژې د امنیت تامین دی.

