ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د دولتي ادارو د اسنادو د برېښنايي کولو بهیر دې ژر پیل شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پنځه ورځني نندارتون د پرانیستې پر مهال د افغانستان په اقتصادي ودې کې د ټکنالوژۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.

ښاغلي برادر د دې نندارتون د پرانيستې پرمهال ټينګار کړی چې ټکنالوژي د نننۍ زمانې مهمه اړتیا ده او د هېواد په اقتصادي پرمختګ، صنعت او نورو برخو کې اساسي رول لري.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د دولتي ادارو د اسنادو د رسمي برېښنايي کولو بهیر پیل کړي.

یاد پنځه ورځنی نندارتون د ټکنالوژۍ د لاسته‌راوړنو د معرفۍ، د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا او په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې په موخه جوړ شوی دی.

اړوند خبرونه