د اوزبیکستان د ټرانسپورټ وزیر «الهام مخکاموف رستمویچ» او مل پلاوي د اسلامي امارت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر، ملا محمد فاضل مظلوم سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو د موټرچلوونکو لپاره د ویزو ورکړې بهیر د اسانتیا په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د «الهام مخکاموف رستمویچ» له قوله راغلي چې اوزبیکستان ته د افغانستان د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتوالي لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت همداراز لیکلي، په دې ناسته کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیم به د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اسانتیاوو لا پراختیا لپاره په ګډه عملي کړنې پیل کړي.

