ډېر لوستل شوي

مالیزیا کې افغان سفير د اسلامي فکر نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د اسلامي فکر او تمدن په اتم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

ياد سفارت ويلي، دا کنفرانس د مالیزیا د پیراک ایالت په ایپوه ښار کې جوړ شوی و چې د دې ایالت سلطان، د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال، دولتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو علماوو او علمي شخصیتونو هم پکې برخه اخیستې وه. نقیب‌الله احمدي د کنفرانس په څنډه کې د پیراک ایالت له سلطان نذرین معزالدین شاه، د مالیزیا د لومړي وزیر له مرستیال او د لوړو زده کړو له وزیر سره په کتنه کې د متقابلو اړیکو او ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه