ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: سترې محکمې له ۲۰۰ زرو ډېرو قضیو ته رسېدنه کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د اطلاعاتو هنداره» پروګرام د لومړي کنفرانس پر مهال د سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاسته راوړنې وړاندې کړې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، سترې محکمې د مرافعې او تمیز په برخو کې له ۲۰۰ زرو څخه ډېرې قضیې څېړلې او پرې یې پرېکړې کړې دي. همداراز، د شخړو اړوند ۷۱ زره قضیې هم حل او فصل شوې دي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد زیاته کړې، په همدې موده کې د نشه‌یي توکو اړوند له ۱۷ زرو څخه زیاتو قضیو ته هم رسېدنه شوې ده. نوموړي ويلي، د کوچني اختر په مناسبت د ۹ زرو څخه د زیاتو بندیانو د خوشې کېدو یا د بند مودې د کمولو قضیې هم ارزول شوې دي.

اړوند خبرونه