د افغانستان فوټبال فدراسیون «شاکرالله ابراهیمي» د دغه فدراسیون د داورانو کمېټې د نوي مسوول په توګه ټاکلی دی.
ياد فدراسیون وايي، ابراهیمي له ۲۰۱۲ کال راهیسې د فوټبال د داورۍ په برخه کې فعالیت کوي او په ۲۰۱۸ کال کې یې په سوېلي کوریا کې د ویډیويي مرستیال داور (VAR) د سیستم په روزنیز پروګرام کې هم ګډون کړی دی. د فدراسیون په وينا، نوموړی د نړیوال فوټبال فدراسیون (فیفا) معتبر نړیوال اسناد لري او تر دې وړاندې یې د کندهار فوټبال فدراسیون په بېلابېلو برخو، لکه د داورانو کمېټه، فوتسال، قضایي، مالي او اداري چارو او د تخنیکي مرستیالۍ په برخو کې هم دندې ترسره کړې دي.

