ډېر لوستل شوي

د حماس بې‌وسلې کېدل د دې غورځنګ د منحلېدو او محوې په مانا دي؟

د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۳۱مه الجزیرې داسې راپور خپور کړ چې له مخې یې حماس د یوې نوې سوله‌ییزې طرحې له مخې په څو مرحلو کې د وسلو سپارنې پروسه پای ته ورسوي. د حماس د بې‌وسلې کېدنې سره هممهاله دوی شرط ایښی چې اسرائیل به هم په موازي ډول خپل ځواکونه له غزې باسي او غزه به له اشغالګرو ځواکونو په بشپړه توګه تخلیه کېږي.

دا طرحه د غزې د سولې بورډ له خوا وړاندې شوې چې مشري یې امریکا او په مستقیم ډول «ډونالډ ټرمپ» کوي. که څه هم د دې وړاندیز په نړیواله توګه هرکلی شوی، خو اسرائیلو یې په اړه څه نه دي ویلي او همداشان دې پرېکړې د فلسطینیانو، نړیوالو شنونکو او حتا د هوکړې د منځګړو ترمنځ لا هم ګڼې پوښتنې زېږولي دي.

د دې هوکړې اصلي محورونه او موخې درې دي:

۱ـ د حماس د بې‌وسلو کولو د پروګرام تنظیم او په بریالیتوب سره د دې پروسې پای ته رسول؛

۲- له غزې څخه د صهیونېست رژیم د ځواکونو تدریجي وتل؛

۳- د یوې نوې فلسطینۍ ادارې رامنځته کول چې د غزې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

په دې طرحه کې بې‌وسلې کېدل او د اسرائیلو وتل یو له بل سره تړلي دي. یعنې هر پړاو هغه مهال عملي کېږي چې مقابل لوری هم خپلې ژمنې عملي کړي. همدې موضوع ‘د تړون د عملي کېدو حساسیت’ څو برابره زیات کړی دی.

ولې حماس بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېښوده؟

د وروستیو کلونو جګړې حماس له پوځي، اقتصادي او سیاسي پلوه له بې‌ساري فشار سره مخ کړ؛ د غزې درې پر څلور برخه ویجاړه او کنډواله شوه؛ لسګونه زره انسانانانو ژوند بایلود او هلته د ژوندیو خلکو بشري ناورین څو چنده شو. نو دې ته په کتو، داسې ښکاري چې حماس مقاومتي غورځنګ خپلې موخې لري او هغه تعقیبوي.

لکه:

د جګړې پای ته رسول او د غزې د خلکو لپاره د نسبي ثبات رامنځته کول؛

د اسرائیلي پوځ د بشپړ یا تدریجي وتلو هدف، ځکه د حماس لپاره د بهرني اشغال پای د هر ډول سیاسي بریا مهم عنصر ګڼل کېږي؛

او بله دا چې خپل سیاسي موجودیت ساتل.

راپور څرګندوي چې د وسلو مدیریت به یوه فلسطینۍ ملي کمېټه ترسره کوي او وسلې به نه اسرائیلو ته سپارل کېږي او نه هم کوم بل غیرفلسطیني لوري ته. همدا پروسه حماس له «تاریخي پېغور» یا تسلیمي څخه راګرځوي او یاد پروګرام ته د یوې «ملي هوکړې» په سترګه ګوري.

د امریکا رول؛ منځګړیتوب که مدیریت؟

د پروسږ ۲۰۲۵ زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د امنیت شورا په تصویب د غزې د حالاتو او له اوربند څخه د نږدې څار لپاره یوه شورا رامنځته شوه چې بنسټیز مسوولیت یې د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ اسانچاري او د اوربند له تطبیق څار و. خو د وخت په تېرېدو او د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ د سولې د دویم پړاو لپاره د همدې کوچنۍ شورا تشکیل د سولې د بورډ په نوم یو جوړښت ته ارتقا وکړه او لسګونو هېوادونو ته یې د ګډون بلنې ورولېږلې.

د غزې د سولې دا هوکړه هم د همدې بورډ له خوا وړاندیز شوې چې همدې موضوع ګڼې نیوکې راپارولې دي.

ځینې اروپايي هېوادونه د همدې دلیل له امله له بورډ سره یوځای نه شول، چې ښایي دا جوړښت د ملګرو ملتونو ځای ونیسي او د نړیوالو حقوقي چوکاټونو پرځای د یو ځواکمن دولت سیاسي لیدلوری پلی کړي. له همدې امله، د سولې بورډ یوازې امنیتي اداره نه، بلکې د نړیوال نظم د بدلون یوه احتمالي تجربه هم ګڼل کېږي.

د فلسطین راتلونکی او د حماس مدغمېدل ـ منحلېدل؟

د دې طرحې له مخې، غزه به د یوې تخنیکي فلسطینۍ ادارې له لوري اداره کېږي چې حماس به پکې مستقیم رول ونه لري. دغه بدلون ښايي د فلسطین د کورني سیاست نوی فصل پرانیزي. که دا اداره بریالۍ شي، د فلسطین سیاسي نظام به د وسله‌وال مقاومت له ماډل څخه د ملکي ادارې او نړیوال ملاتړ پر لور حرکت وکړي.

که څه هم ځیني شنونکي انګېري چې د دې پروسې له بریالي کېدو سره به حماس مقاومت په بشپړ ډول منحل شي او ځواک به یې اوبه شي، خو داسې نه ده. که دا پروسه بریالۍ کېږي، نو حماس به په تدریجي ډول له وسله‌وال ځواک څخه سیاسي او ملکي ځواک ته واوړي او هېڅکله به په بشپړه توګه دا ځواک محوه نه شي. یو احتمال دا شته چې ښایي د حماس پوځي ځواک بې‌وسلې شي، خو سیاسي اډانه یې یو سیاسي ګوند یا خوځښت ته واوړي. په معاصر تاریخ کې د دغو هوکړو بېلګې لرو چې وسله‌وال یا مقاومتي خوځښتونه یا په ملکي ادارو کې جذب شوي او یا سیاسي ګوند ته تبدیل شوي وي.

خو فلسطیني وګړي شک لري چې ښایي دا پروسه هم اوربند ته ورته وي او صهیونېست ځواکونه خپلو ژمنو ته متعهد پاتې نه شي.

احتمالي سناریوګانې

د دې تړون راتلونکی له دغو لاندې سناریوګانې سره تړلی لیدل کېږي:

لومړۍ سناریو: دواړه لوريو خپلې ژمنې عملي کړي، چې جګړه پای ته ورسېږي، نړیواله بیارغونه پیل شي او غزه د یوې نوې ادارې تر مدیریت لاندې نسبي ثبات ومومي.

دویمه سناریو: ښایي اسرائیل یا حماس د تړون کومه برخه ونه مني، بې‌وسلې کېدل او وتل وځنډېږي او جګړه بېرته پیل شي.

درېیمه سناریو: اصلي لوري هوکړه عملي کړي، خو نورې وسله‌والې ډلې یا داخلي سیاسي اختلافونه د سولې بهیر ګډوډ کړي.

پایله

د غزې د سولې نوې طرحه د تېرو څو کلونو له تر ټولو مهمو سیاسي تحولاتو څخه ده، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې حماس غورځنګ بې وسلې کېدل منلي دي او د یوې نوې ادارې د تشکیل امکانات شته. د تړون اصلي حالت به د عملي کېدو پر مهال وي. د اسرائیلو د ژمنو عملي کېدل، د نړیوالو تضمین کوونکو بې‌طرفي او د فلسطیني ولس باور هغه بنسټیز عوامل دي چې د دې طرحې راتلونکی به ټاکي. تر هغو چې په غزه کې جګړه په عملي ډول ونه درېږي، خلک خپلو کورونو ته ستانه نه شي، بشري مرستې په ازاده توګه ونه رسېږي او د فلسطینیانو د سیاسي حقونو په اړه روښانه چوکاټ رامنځته نه شي، د سولې هر ډول سیاسي اعلان به د خلکو لپاره یوازې د احتیاط او شک یوه نوې مرحله وي، نه د تلپاتې ثبات تضمین.

اړوند خبرونه