ډېر لوستل شوي

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس او د اذربایجان سفیر د اقلیمي بدلون په اړه خبرې کړې 

د اسلامي امارت چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس، مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر، الهام محمدوف سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د هېواد چاپېریالي وضعیت خوندیتوب، سیمه‌‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د تجربو لېږد، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان ګډون او د اقلیمي بدللون اړوندو مسایلو په اړه بحث شوی دی.  

نوموړي همداراز د اذربایجان له سفیر غوښتي چې د ظرفیت‌لوړونې، ګټورو تجربو شریکولو، چاپېریالي تجهیزاتو لېږد او ښاري پراختیا په برخو کې دې د چاپېریال ساتنې له عمومي ادارې سره همکاري وکړي.

بلخوا الهام محمدوف د افغانستان او اذربایجان اړیکې دوستانه او نه شلېدونکې بللې، او په وینا یې چې اذربایجان او افغانستان له پخوا وروڼه هېوادونه دي او ترمنځ به یې همکاري دوامداره وي.

اړوند خبرونه