ډېر لوستل شوي

هرات کې د خوړو، اوبو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي

په هرات کې د رييس‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو په شتون کې د ۲۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د خوړو، اوبو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوار پرانیستل کېږي.

د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال د ځايي مسوولينو په حواله ويلي، دا لابراتوار په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او د خوړو، اوبو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د ارزونې او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په برخه کې به مهم رول ولري.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې به د درملو د کیفیت د ازموینې لپاره نمونې له ولایتونو څخه مرکز ته لېږدول کېدې، خو د دغه لابراتوار په فعالېدو سره به په سیمه کې د کیفیت د ازموینې زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه