د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په یو شمېر ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د یادولو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په ختیځ او ځینو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی دی.

