ډېر لوستل شوي

هرات کې د سمنټو تولید نوې فابریکې ودانیزې چارې پیل شوې 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات کې د ګلبهار سمنټو نوې تولیدي فابریکې د بنسټ ډبرې اېښې ده.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې ښاغلي برادر اخوند د سمنټو د تولید په برخه کې د دې فابریکې جوړېدل د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام بللی او په وینا یې چې په دې سره به په وارداتي سیمنټو تکیه راکمه، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او ساختماني چارې به ورسره پراختیا ومومي.

نوموړي همداراز ویلي چې افغانستان د طبیعي زېرمو له امله غني هېواد دی او اسلامي امارت له شته امکاناتو څخه په ګټې‌اخیستنې د هېواد اقتصادي زېربناوو د رغولو هڅې کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي چې د پانګوالو د ملاتړ په موخه مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نور اړین تسهیلات رامنځته شوي او اسلامي امارت لا ډېره هڅه کوي چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او شته ستونزو ته مناسبې حل‌لارې پيدا کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز د اړوندو مسوولینو او د فابریکې له تخنیکي ټیم غوښتي چې د فابریکې د جوړېدو چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

اړوند خبرونه