د اسلامي امارت ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د سفر پرمهال د ترکمنستان له ملي رهبر «قربانقلي بردي محمدوف» سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې دواړو لوریو د هرات ولایت تور غونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي برادر له ترکمن لوري غوښتي چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
نوموړي همداراز ویلي چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه دې د ګازو قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي.
بلخوا د ترکمنستان ملي رهبر د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار کړی، او په وینا یې عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

