د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي رييس ملا عبدالحق همکار د روسي «پاور مشينز» شرکت له تخنيکي مسوولينو سره د هېواد د برېښناکوټونو د اساسي بيارغونې، تجهيزاتو د نوي کولو او د برېښنا توليد ظرفيت د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ياد شرکت وایي، «پاور مشینز» غواړي د افغانستان د برېښنا تولید کارخونې وارزوي او د هغوی د بیارغونې، د تجهیزاتو د عصري کولو او د تولید ظرفیت د لوړولو لپاره طرحه چمتو کړي. د برېښنا شرکت اجراييوي رییس د دې برخې د پانګونې د فرصتونو او اسانتیاوو په اړه د روسي شرکت مسوولينو ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې برېښنا به د لومړنیو تخنیکي ارزونو په ترسره کولو کې له دغه شرکت سره همکاري وکړي.

