د اسد ۲۴مې ورځې په مناسبت، د (بریا، ثبات او ملي ویاړ) تر شعار لاندې د ننګرهار زندان په انګړ کې د جلالاباد ښار د بېلابېلو پهلوانۍ کلپونو د ځوانانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار د زندانونو چارو د تنظیم رئیس مولوي سهیل سعید ویلي، د دغو سیالیو موخه د خپلواکۍ ورځې له نمانځنې سربېره، د سالمې سیالۍ، ورزشي روحیې او مثبت فکر پیاوړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې چې ورزش د نظم، زغم، حوصلې او متقابل درناوي په پیاوړتیا کې مهم رول لري او د زندانیانو د اصلاح ترڅنګ، د هغوی د سالمې تفریح، ذهني سکون او جسمي روغتیا لپاره هم ګټور دی.
د پهلوانۍ فدراسیون مسؤلینو او ګډونوالو د دغو سیالیو هرکلی کړی او د ورته ورزشي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
د سیالیو په څنګ کې د جمناسټیک کمکیو ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

