د هرات د پاسپورټ آمریت مسوولینو ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد حسین رحیمي وویل، یاد آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي. رحیمي ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول چوپړونه وړاندې کیږي او د خلکو عریضو ته پر وخت رسېدنه کیږي.