د ریاستالوزرا د مقام عمومي رییس ډاکتر عبدالواسیع د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند پیغام په لوستلو سره د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ولسونو ته مبارکي ورکړې ده.
په پیغام کې له افغان ولس څخه غوښتنه شوې چې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي او د اسلامي نظام د رامنځتهکېدو له امله د شکر ادا کولو ترڅنګ د نظام د پیاوړتیا لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په پیغام کې ویل شوي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې ملي پروژې پلې شوې او هڅې روانې دي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د رییسالوزرا په پیغام کې همداراز، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو پر ساتلو ټینګار شوی دی.

