ډېر لوستل شوي

“پوځي فشارونه مو مات کړل، سیاسي او اقتصادي فشارونه هم پايله نه ورکوي”

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، افغانستان په تېرو کلونو کې د نړیوالو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او دغه فشارونه له ماتې سره مخ شوي دي.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي متقي په حواله ويلي: “هغه هېوادونه چې پوځي فشارونه یې پر افغانستان راوړل، له ماتې وروسته له افغانستانه ووتل او اوس يې د سیاسي، اقتصادي او نور فشارونه لاره خپله کړې چې دا به هم کومه پايله ورنه‌کړي.”

مولوي امير خان متقي ټینګار کړی چې سره له بېلابېلو فشارونو په افغانستان کې د پرمختګ چارې روانې دي او د اسلامي امارت له لوري به د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې دوام ولري.

د بهرنیو چارو وزیر زياته کړې چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او اسلامي امارت به هېچا پر افغانستان د تېري اجازه ورنه کړي.

ښاغلي متقي له نورو هېوادونو سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی او په وينايې چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره تعامل غواړي او نور هېوادونه هم باید له افغانستان سره تعامل ته غاړه کېږدي.

نوموړي د هېواد د واقعي خپلواکۍ لپاره د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د ځان‌بسیاینې ترلاسه کول اغېزمنه لار بللي دي.

اړوند خبرونه