د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، اوس په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او د اسلامي امارت له راتګ سره خپلمنځي اختلافونه پای ته رسېدلي دي.
د اميد راډيو خبريال وايي، ښاغلي نوري د افغانستان خپلواکي او استقلال د هېواد لپاره ستر نعمت بللی او له ولسونو یې غوښتي چې د دغو نعمتونو شکر ادا کړي او د هېوادوالو لپاره د بېلابېلو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ګډې هڅې وکړي.
ملا نورالله نوري مخالفینو ته په خطاب کې ويلي چې افغان ولس له جګړو ستړی شوی او اوس یې د ارام ساه اخیستې ده، نو په کار ده چې د پردیو د خوښولو لپاره د هېوادوالو له ځورولو، تبلیغاتو او جګړې لاس واخلي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانان باید د خپلواکۍ د ساتنې او د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړي او اجازه ورنه کړي چې هېواد یو ځل بیا د جګړو او ناامنۍ پر لور ولاړ شي.

