کورنیو چارو وزارت په میدانوردګ او بدخشان ولایتونو کې د نږدې ۶۰ کیلوګرام نشهيي توکو له کشف او ضبطکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بدخشان په «درایم» ولسوالۍ کې ۳۴ کیلوګرام او همداراز د میدانوردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې ۲۵ کیلوګرام نشهيي توکي نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغو توکو لسګونه کارخونې هم کشف او له منځه وړل شوې دي.

