د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې چهارشنبه د زمري ۲۸مه، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د ياد وزارت په خبرتيا کې ويل شوي چې د زمري ۲۴مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته د ترلاسه کولو له ۱۰۷ مې کالېزې سره برابره ده.
د يادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د شاه امانالله خان د واکمنۍ پر مهال له بريتانيا څخه خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.

