ډېر لوستل شوي

د افغان سوداګرو ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته ولاړ

د افغانستان-ایران د ګډې سوداګرۍ خونې د رییس کمال‌الدین توحید په مشرۍ د افغان سوداګرو او خصوصي سکټور ۳۰ کسیز پلاوی د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی دی.

يادې خونې ويلي چې ټاکل شوې، افغان سوداګر د نندارتون په څنډه کې له ایراني سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو سره د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو پېژندل او د ګډو اقتصادي فعالیتونو لپاره د نويو لارو موندل بلل شوي.

اړوند خبرونه