مالیې وزارت وایي چې د یاد وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او ګمرکي چارو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ درې تلې نصب او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا تلې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت نصب شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې له دغو تلو څخه یوه یې د کندهار په محصولي ګمرک او دوې نورې یې د فراه په ګمرک کې نصب شوې دي.
“د هرې تلې په څلورو خواوو کې د لا ښه نظارت او کنټرول په موخه پنځه امنیتي کېمرې هم لګول شوې دي چې د وزن د معلومولو په پارچه کې د موټر د انځور چاپولو وړتیا لري.”
مالیې وزارت لیکلي چې هره تله د ۱۲۰ ټن وزن معلومولو ظرفیت لري چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۳ متره پلنوالی لري. همدارنګه د تلو د لا ښې ساتنې په موخه د هرې تلې لپاره سایوانونه هم جوړ شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دغو تلو په فعالېدو سره به د سوداګریزو محمولو د دقیق وزن معلومولو ترڅنګ د اضافه وزن او ګمرکي عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په بهیر کې به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

