ډېر لوستل شوي

فراه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې کان استخراج پیل شو

د فراه د پشتکوه ولسوالۍ په کلري سیمه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې.

د فراه ولایت مقام د رسنیو دفتر د کانونو او پټرولیم امریت په حواله ویلي، دوه قراردادي شرکتونه به له دغه کان څخه د روان کال په ترڅ کې شاوخوا ۳ زره ټنه مالګه استخراج کړي. د قرارداد له مخې، د کان د استخراج ټول ظرفیت ۱۰ زره ټنه ښودل شوی دی.

د قراردادي شرکت مسوول محمدخان بارکزي ویلي چې د کان د استخراج چارې به سږ کال شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او تمه ده چې راتلونکی کال دغه شمېر ۷۵ کسانو ته لوړ شي.

د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي، د مالګې د کان استخراج به د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو، د عوایدو په زیاتولو او د خصوصي پانګونې په پراختیا کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه