ډېر لوستل شوي

افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په پار دوه اړخیزه کتنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، په بیلاروس کې د افغانستان او بیلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون د غونډو په څنډه کې، د بیلاروس د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ویلادي میرویچ ریژکوفسکي، د نفتو ادارې له مرستیال ویلادي میر سیلویچ سیزوف د پانګونې خونې له مرستیال  ګیناډي ویکنتویچ کلیګا او نورو بیلاروسي چارواکو سره کتلي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي، د افغان صادراتو د پراختیا، له بیلاروس څخه افغانستان ته د نفتي توکو د وارداتو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، د صنعت او انرژۍ په برخو کې د همکاریو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

دواړو لورو د شته اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې کارونې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو او عملي همکاریو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.  بیلاروسي چارواکو ډاډ ورکړی.چې د نفتي توکو د انتقال او وارداتو په برخه کې به د افغانستان له دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره د مستقیمو همکاریو او قراردادونو د رامنځته کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

اړوند خبرونه