ډېر لوستل شوي

ابونصر فراهي بندر کې نږدې ۱۴۰ ټن غیرمعیاري توکي مسترد شوي 

د معیار او کیفیت اداره وایي چې دې ادارې په ابونصر فراهي بندر کې څه باندې ۱۳۹ غیرمعیاري ودانیز توکي او نساجي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دغو توکو کې د ګاډر، کاشي او سرامیک درې محمولې او همداراز ۲۱٫۴۶ ټن وزن‌لرونکې ۲۰۰ غالۍ شامل وو.

د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې له تخنیکي څېړنو وروسته څرګنده شوې چې دغو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او مسترد شوي دي.

د معیار او کیفیت ادارې همداراز ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول بهیر په پریکنده توګه دوام لري، او د هر هغه محصول د واردېدو مخنیوی به کېږي چې له کورنیو معیارونو سره سمون ونه لري.

اړوند خبرونه