د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶٫۵ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې، یادې غونډې ته ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیز بحث وروسته ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ نورو کې لازم تعدیلونه منظور شوي دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل شامل دي.
د سرچینې په وینا چې په یادو پروژو کې همداراز د هلمند ولایت کادري روغتون جوړول، د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ او د کندز ولایت په قلعهذال ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړول او پر دې سربېره ځینو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یو شمېر پروژو پلې کول شامل دي.

