ډېر لوستل شوي

د ایران او افغانستان ترمنځ رېلي سوداګري ۹ برابره زیاته شوې

په افغانستان کې د ایران سفارت وايي، د کابل او تهران ترمنځ د رېل‌پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ۹ برابره زیات شوی دی.

ياد سفارت د ایران د رېل‌پټلۍ شرکت د معلوماتو له مخې ويلي چې پخوا په يوه کال کې له افغانستان سره د رېلي توکو لېږد له ۱۵ زره ټنو څخه کم وه، خو اوس په مياشت کې شاوخوا ۱۳۰ زره ټنو ته رسېږي.

د دې شرکت د اټکل له مخې، که د توکو د لېږد اوسنی بهیر دوام وکړي، تمه ده چې په راتلونکي یوه کال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ له لارې د لېږدول کېدونکو توکو کچه شاوخوا ۱.۵ میلیون ټنو ته ورسېږي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ له لارې سوداګریز تګ‌ـ‌راتګ په وروستیو کې پراخ شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد لپاره د رېلي شبکې اهمیت یې زیات کړی دی.

اړوند خبرونه