د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ د «شور تاق» سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب خاتمالانبیاء کان کېندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري له قوله راغلي چې دغه کان شاوخوا یو کیلومتر مربع مساحت لري او قراردادي شرکت به د ۱۰۰۰ افغانیو رویالیټي ترڅنګ، ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا چې د کانکیندنې پرمهال به د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شي.
بلخوا د فاریاب خاتمالانبیاء کانکیندنې او پروسس شرکت ډاډ څرګند کړی چې دوی به د تړون پر بنسټ د یاد کان د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړي.

