د امام ابو حنیفه رح نړیوال نندارتون مسوول، محمد صابر لطیفي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال، مولوي قدرت الله جمال سره کتلي دي.
یاد وزارت لیکلي چې د دې کتنې پرمهال په امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو برخو او آثارو لپاره د یو هر اړخیز ننداتون د جوړیدو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي جمال له قوله راغلي چې یاد نندارتون د هېواد تاریخي، فرهنګي، هنري او سیاحتي ظرفیتونه خلکو ته په ښه توګه ورپېژندلای او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند یو شمېر نور آثار نندارې ته وړاندې کولای شي. بلخوا د امام ابو حنیفه رح نړیوال نندارتون مسوول، محمد صابر لطیفي د یاد نندارتون د جوړولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې د یاد نندارتون جوړولو په موخه به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

